BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د امریکا پوځ د دوو "ایراني بېپیلوټه الوتکو" د نسکورولو اعلان وکړ او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره وکتل
تهران ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د پاکستان د هغو منځګړیتوب هڅو په چوکاټ کې سفر کړی چې موخه یې د واشنګټن او تهران ترمنځ د جګړې پای ته رسول دي. خو دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند د نازک تړون د سرغړونې په اړه بریدونه او متقابل تورونه هم روان دي.
د اوو میاشتو فلسطیني ماشوم تدفین چې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو وژل شوی و
په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اوو میاشتو هغه فلسطیني ماشوم د جنازې لپاره ګڼ شمېر خلک راټول شول چې د جمعې په ورځ د یوه اسرائیلي سرتېري په ډزو وژل شوی و. د سام فهد ابوهیکل مور او پلار د الخلیل ښار په سوېل کې د تل رومیدا سیمې ته نژدې هغه مهال ټپیان شول چې یو اسرائیلي سرتېري د دوی پر موټر ډزې وکړې. د سام پلار، فهد وویل چې یوه مرمۍ د موټر له مخکینۍ ښیښې تېره شوه او د هغه د ماشوم پر سر ولګېده.
اوکرايين د روسيې پر سېنټ پيټرزبورګ د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي
روسيه وايي اوکرايين د سېنټ پيټرزبورګ پر ښار او شاوخوا سيمو په داسې مهال "بې ساری برید" کړی چې په دغه ښار کې د اقتصادي فورم د غونډې وروستۍ ورځ وه. د سېنټ پيټرزبورګ ښاروال السکاندر دروزدينکو ويلي، له ۱۴۰ زياتې بې پيلوټه الوتکې يا ډرونونه نسکور کړل شوي دي. د ښار له اوسېدونکو غوښتنه شوې چې په خپلو کورونو کې پاتې شي. پر اوکرايين د روسيې له بشپړ يرغل راهيسې دا لومړی ځل دی چې روسيه له خلکو په کورونو کې د پاتې کېدو غوښتنه کوي.
کرېکټ: د هند او افغانستان تر منځ د ټېسټ لوبې د دویمې ورځې لومړۍ برخه پای ته ورسېده
افغان اتلانو د هند پر وړاندې د روانې ټېسټ لوبې د دویمې ورځې په لومړۍ برخه کې غوره توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې درې نور لوبغاړي یې هم لاسه ورکړل. سیاله لوبډله اوسمهال ۴۷۵ منډې لري او ۶ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي دي. د افغان لوبډلې په ګټه تر دې مهاله محمد سلیم ساپي ۴، ضیاءالرحمن شریفي او حشمت الله شهیدي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړې ده. په لومړۍ ورځ هند د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۶۸ منډې وکړې.
کویت کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته سپارل شوی: خلیج له کابله څه غواړي؟
افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، کویت د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته سپارلی چې دې سره په خلیج هېوادونو کې د طالبانو حکومت د استازولیو یوه بله هغه هم ور شمېر شوه. دې ګام ته له کابل سره د منځي ختیځ د هېوادونو د اړیکو ارزښت په سترګه کتل کېږي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د ټکټونو لوړې بیې ته غبرګون: 'د نړیوال جام مینهوال یم، خو د ټکټونو بیې یې ډېرې لوړې دي'
ګویدو پېرالټا، چې یو محاسب او د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې دایمي ملاتړی دی، په قطر کې د تېر نړیوال جام له پای ته رسېدو سره سم د ۲۰۲۶ نړیوال جام لپاره د پیسو سپما پیل کړه. خو هغه داسې فکر نه کاوه چې د دومره ډېرو پیسو سپما ته به یې اړتیا پېښه شي. هغه چې تر پایلوبې پورې یې ټولو سیالیو ته ټکټونه اخیستي، بي بي سي ته وویل: "قطر کې مې ټکټونه ۱۴۷۰ ډالره وو. د دې نړیوال جام لپاره مې لا دمخه ۶۹۶۰ ډالر پر ټکټونو ورکړي دي."
"د ایورېسټ غره معجزه"؛ غرختونکو مړ ګڼلی لارښود شپږ ورځې وروسته ژوندی راغی
د غرختونکو یو نیپالی لارښود چې د نړۍ تر ټولو لوړ غره ایورېسټ ته د ختلو پرمهال شپږ ورځې ورک و او د مړه ګمان پرې شوی و، اوس ژوندی موندل شوی دی. دی د ورکېدو پر شپږمه ورځ په داسې حال کې خلکو لیدلی و چې د ایورېسټ غره وروستي پنډغالي ته په ښویېدو ښویېدو ور روان و.
په نړیوال جام کې تر ټولو پخواني لوبغاړي څوک دي؟
د فوټبال نړیوال جام په ۹۶ کلن تاریخ کې یوازې اوو لوبغاړو چې عمرونه یې ۴۰ کاله یا تر دې لوړ وو، د نړیوال جام په سیالیو کې برخه اخیستې ده. امکان لري چې سږ کال د لږترلږه پېنځو نورو لوبغاړو نومونه هم دغه نوملړ ته وراضافه شي، ځکه چې هېوادونو یې سږني نړیوال جام لپاره په خپلو لوبډلو کې شامل کړي دي.
په هرات کې د یهودانو تاریخي حمام، د طالبانو حکومت وايي د پلور لپاره نه دی
په دې وروستیو کې د هرات د یهودیانو پاتې شوې تاریخي ودانۍ چې «حمام موسایيها» نومېږي، د پلور لپاره د وړاندې کېدو خبرونه یې رسنیز شوو. د بيبيسي افغانستان څانګې له دې تاریخي ځای څخه لیدنه کړې او د دې سیمې له یو شمېر اوسېدونکو سره یې د دې ځای او د هرات د یهودیانو د ژوند د مخینې په اړه خبرې کړې دي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۷ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۶ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۶ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۶ جون ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































